د افغان مل خصوصي زده کړو مرکز خبرتیا
افغان مل خصوصي زده کړو مرکز خپلو ګرانو زدهکوونکو او د ټولنې محترمو غړو ته زېرى ورکوي چې زموږ مرکز پرېکړه کړې ده د یتیم ماشومانو لپاره د انګلیسي ژبې کورسونه په بشپړ ډول وړیا کړي.
موږ باور لرو چې تعلیم د ټولنې د پرمختګ اساسي ستن ده. له همدې امله هڅه کوو چې یتیم ماشومان هم د نورو په څېر د زدهکړې له فرصت څخه برخمن شي او د روښانه راتلونکي لپاره چمتو.
د مرکز مشر نقیب الله افغان مل وایي
"زموږ دروازې د ټولو یتیمانو لپاره پرانیستې دي. موږ د دوی د راتلونکي لپاره د علم رڼا خپروو."
د افغان مل خصوصي زده کړو مرکز ټولنې او خیراندو ته بلنه ورکوي چې د دې نیک او خیرښیري اقدام ملاتړ وکړي.